په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد چهارشنبه د وږي په ۱۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هند جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
همدا راز د بهرنیو چارو وزیر هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه چا ته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله څرګنده کړه.
په دې کتنه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري او هندوستان غواړي چې دا اړیکې لا پیاوړې کړي.
ده زیاته کړه: چې هېواد يې په تېرو شاوخوا درې نيمو کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او غواړي چې له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې هم مرسته وکړي.
مسري په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.
دواړو خواوو د ویزو او تجارت په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه وکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان او هند په داسې حال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د چابهار بندر له لارې د خپلو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوی چې په دې وروستیو کې له خپل سیال هند (پاکستان) سره د کابل اړیکې د پوځی شخړې اوج ته رسېدلې دی.
د پیغام پای/
Your Comment