امیرخان متقي پاکستان ته په خطاب کې: په افغانستان کې د انګلیس، شوروي او ناټو له بریدونو زده کړئ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د بریتانیا، شوروي او ناټو له بریدونو زده کړئ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي چې نن پنجشنبه د مرغومی په شپږمه په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د برید د ۴۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، په پکتیکا ولایت کې د وزیرستان پر کډوالو د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: له هغو هیوادونو څخه چې افغانستان ته په سپکه سترګه ګوري، غواړو چې له بریتانیا، شوروي اتحاد او ناټو څخه زده کړئ.

متقي د پاکستان له خلکو او سیاستوالو وغوښتل چې د هغو حلقو او کسانو مخه ونیسي چې د پاکستان او د هغه د ګاونډیو هیوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل: افغانان نه هېرېدونکي خلک دي او نه به د جهاد او مهاجرت پر مهال د پاکستان نیکونه هېر کړي او همدا مهال پر دغه هېواد وروستي بریدونه هم به هېر نه شي.

د ایرنا په وینا، د سه شنبې په شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګي الوتکو بریدونه له مخي، ۴۶ تنه شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شول چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .