په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه د مرغومی ۵مه وویل: د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په څلورو سیمو د پاکستان له لوري بمباري شوې ده.
فطرت زياته کړه: په دغو بريدونوکې ٤٦ تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
د ایرنا په وینا، د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو کلیو بمبار کړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه برید بزدلانه او د افغانستان له خاورې تېری بللی او خبرداری ورکوي چې اسلامي امارت به یې دا بې ځوابه پرې نه ږدي.
د پیغام پای/
Your Comment