AP ۱۴۰۳ مرغومی ۶ ۱۵:۲۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85701231
T T
۰ Persons

Tags

پکتیکا کې د پاکستان بمباري؛ د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او په پکتیکا کې یې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپل اعتراض او احتجاج څرګند کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې د مرغومی ٥مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چي دغه وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته د خپل شدید احتجاج‌لیک وسپاره.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانګړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.

د ضیا احمد په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت سرپرست ته ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره هوډ لري.

 د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي: پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.

 د ایرنا په وینا، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په څلورو سیمو کې تېره شپه د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .