AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۲۱:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85685219
T T
۰ Persons

Tags

له افغانستان سره د ایران وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت برشنا شرکت اعلان وکړ چې د ایران وارداتي برېښنا کې رامنځته شوې تخنیکي عارضه حل او ورسره برېښنا رسونې لړۍ منظمه شوه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت برشنا شرکت نن دوشنبه د لیندۍ ۱۹ مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د هېواد لوېدیځ ته د ایران د وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزه په بشپړه توګه حل شوې او د برېښنا رسولو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

 خبرځاى زياته کړه: یاده تخنیکي عارضه چې د نن ورځې په اوږدو کې رامنځته شوه او برېښنا پرې شوې وه، د ایران هېواد او افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د هلو ځلو تخنیکي عارضه په بشپړ ډول حل شوه.

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان هر کال د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ۱۱۰ میګاواټه بریښنا اخلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .