د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غوڅ اکثریت سره په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبه په شپه، د لیندۍ په ٢١، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د A/ES-۱۰/L.۳۳ پریکړه لیک ته په ١٥٨ اکثریت رایو سره رایه ورکړه، چې په غزه کې د سمدستي، غیر مشروط او دایمي اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو ته د سمدستي خوشې کیدل غوښتنه کوي.

 دغه پرېکړه ليک ١٥٨ موافق رای، ٩ مخالف رای او ١٣ ممتنع رای ترلاسه کړه. امریکا او اسراییل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دغه پریکړه لیک د تصویب له مخالفانو څخه وو.

 د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دغه پریکړه لیک مسوده تصویب کړه چې په غزه کې د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه کوي، په داسي حال کې چي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ورته اقدام ویټو شول.

 د تیرې میاشتې په وروستیو کې، واشنګټن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خپل ویټو واک استعمال کړ.  دا اقدام د خپل متحد اسراییل د ساتنې لپاره شوی دی. 

 دې اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند غوښتنه بنده کړه، او اعلان یې وکړ چې د اوربند او د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو ترمنځ اړیکه باید وساتل شي. 

د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د چهارشنبې په ورځ پر دغه دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مسودې تصویبول به «شرمناک او ناسم» وي. 

 په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمی استازی امیر سعید ایرواني په دغه پریکړه لیک کې له رای ورکولو مخکې وویل: زه غواړم اعلان وکړم چې د ایران اسلامي جمهوریت د بشري وضعیت او په غزه کې د سمدستي، غیر مشروط او دایمي اوربند د اهمیت په پام کې نیولو سره، د وړاندیز شوي پریکړه لیک لپاره مثبت رایه ورکوي.

 ایرواني څرګنده کړه: له دغو پریکړو څخه زمونږ ملاتړ به د فلسطین د مسئلې په هکله چې د اسرائیلو د رژیم نه په رسمیت پیژندل هم پکې شامل دی، زمونږ په اوږدمهاله او ثابت ملی دریځ باندې هیڅ اغیز ونکړی.

 د دغه پريکړه ليک له تصويب وروسته، ګڼو هېوادونو استازي په ملګرو ملتونو کې د فلسطيني پلاوي ځای ته ورغلل او د فلسطيني سفير او استازي رياض منصور سره د دغه پرېکړه ليک په تصويب خوښي څرګندولو  ترڅنګ، فلسطيني پلاوي ته يې مبارکي وويله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .