د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پنجشنبه د لیندۍ په ۲۲ مه نېټه سهار په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې اسرائیلي رژیم په سوریه کې تقریباً ټول دفاعي او ملکي بنسټونه ویجاړ کړي دي. دغه رژیم د ۱۹۷۴ کال د موافقې او د امنیت شورا له ۳۵۰ پریکړه لیک څخه په سرغړونې سره د سوریې زیاتې ځمکې هم اشغال کړې دي.
هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتو د امنیت شورا چې د هر ډول غیر قانونی تیریو د مخنیوی اصلی مسئولیت لری، د امریکا د خنډونو له امله یو غیر فعال ننداره کوونکي ته بدل شوی دی.
د عراقچي په وینا، د سوریې ګاونډیان، عربي او اسلامي نړۍ او په حقیقت کې د ملګرو ملتونو هر غړی هیواد چې د قانون حاکمیت، د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیزو اصولو او نړیوالو قوانینو ته پاملرنه کوي، بې تفاوته نشي پاتې کیدای.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د تیریو د مخنیوي او د سوریې د تباهۍ لپاره د سیمې د هیوادونو سمدستي او موثر تحرک او یووالی ضروري دی.
د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټي رژیم د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو څخه په استفادې سره په سوریې کې څه دپاسه ۲۵۰ مهم هدفونه او پوځي تاسیسات بمبار او ویجاړ کړل.
د پیغام پای/
Your Comment