په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیانیه کې پنجشنبه د لیندۍ په ۲۲ مه په کابل کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې چاودنه غندلې او د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
دغه سازمان د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان د هغو تاوتریخوالو ډلو د له منځه وړلو پر هڅو ټینګار کړی چې هېواد یې بې ثباته کوي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بریدونه د افغانستان امنیت زیانمنوي.
د پیغام پای/
Your Comment