یوناما د خلیل الرحمن حقاني پر ژوند ځانمرګی برید وغندل

کابل – ایرنا – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) پلاوي د خلیل الرحمن حقاني پر ژوند ځانمرګی برید غندلی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) پلاوي نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: یوناما د کډوالو او راستنیدونکو چارو پر وزارت هغه برید غندي چې په ترڅ کې یې د ددغه وزارت سرپرست یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

 خبرځاى زياته کړه: د ثبات د تامينولو په هلوځلو کې د تروريزم لپاره هيڅ ځاى نشته. موږ د دې پیښې له امله اغیزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو.

د ایرنا په وینا، د داعش تروریستی ډلی له خوا په یوه ځانمرګي برید کې د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن وژل کیدل په ملي او نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې مخکې قطر، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ترکیې، د اسلامي همکاریو سازمان، اروپايي ټولنې او حماس هم دغه برید غندلی او له افغانستان سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .