په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ د دوشنبې په شپه د تله ۹ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د سرپرست حکومت سياسي مرستيال وويل: افغانستان چې د بريښنا د توليد په برخه کې زيات فرصتونه او منابع لري، هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسيا شي او افغانستان د انرژۍ په صادروونکي هېواد بدل شي.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې ښه زمینه برابره کړې، مالیات کم شوي، اداري چارې لنډې شوي او لازمې مرستې ورسره کیږي.
مولوي عبدالکبیر وویل: اوس د اوبو مدیریت یو لومړیتوب دی او اسلامي امارت غواړي چې د سیمه ییزو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي او افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیټي اتصال په مرکز بدل شي او افغاني محصولات او تولیدات به نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.
د سرپرست حکومت دغه چارواکی د هېواد پر بانکي سیستم د خنډونو په لرې کېدو ټېنګار وکړ او د افغان شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه یې وکړه.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې ثبات او نظم غواړي او هغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې امنیت ته ګواښ پېښوي.
د ایرنا په وینا، د برشنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ په دې ناسته کې د ۲۴۰ میګاواټه لمریزې او حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د پیغام پای/
Your Comment