د ایرنا د خبر له مخې، په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د پنجشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د لیندۍ په ۲۲ مه نیټه د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: د یو ګاونډي په توګه، ایران د افغانستان د کړکیچ د بار غیر متناسب برخه په غاړه اخیستې ده، په ځانګړې توګه په ٢٠٢١ کال کې د متحده ایالاتو له بې پروا وتلو وروسته.
هغه زیاته کړه: له شپږ میلیونو څخه زیاتو افغانانو په ایران کې پناه اخیستې چې زموږ د محدودو منابعو له امله یې ډیر فشار راوړی دی. ایران د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر کال له لسو میلیاردو ډالرو زیات لګښت کوي، خو دا ځل یې د نړیوالې ټولنې پوره ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دغه لوړرتبه ډیپلومات څرګنده کړه: د ایران او پاکستان په شان هیوادونه دوامدارې مرستې ته اړتیا لری په داسې حال کې چې د کډوالو د راستنیدو لپاره د کور، دندو او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره د افغانستان د ظرفیت په لوړولو کې باید کوششونه زیات شی.
ايرواني زياته کړه: د داسې حکومت جوړول چې قوانین یې د خلکو د استازو پر بنسټ وي او یو ټول شموله حکومت په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره اړین دی. دا ډول حکومت کولی شي مهمې ننګونې په نښه کړي، د جګړې د بیرته ستنیدو مخه ونیسي، او ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو د تګ مخه ونیسي.
د پیغام پای/
Your Comment