د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ وروستۍ ناستې له طالبانو سره خبرو ته د اسلام آباد لېوالتیا ښيي

کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي: د پاکستان او افغانستان د چارواکو وروستۍ ناستې له طالبانو سره خبرو ته د اسلام اباد لېوالتیا ښيي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۲مه) په اسلام آباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د طالبان او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروستۍ ناستې د خبرو له لارې د مسايلو د حل لپاره د اسلام اباد لېوالتيا ښيي.

اغلې بلوچ څرګنده کړه چې وروستۍ ناستې د پاکستان لېوالتيا ښيي، چې هر ډول ستونزې چې وخت په وخت رامنځته کېږي، د خبرو اترو له لارې حل شي او د هغو مسايلو لپاره چې د پاکستان جدي اندېښنې ګڼل کېږي، رغنده لارې چارې ومومي.

 بلوچ ټینګار وکړ د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د پاکستان پر ضد په ازاده توګه فعالیت کوي، د پاکستان اندېښنې لا هم د پاکستان او افغانستان د اجنډا په سر کې دي.

 د ایرنا په وینا، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره وکتل او دواړو لورو د خبرو له لارې د ستونزو پر حلولو ټینګار وکړ.

 د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېرو درېیو کلونو کې خړې پړې شوې او پاکستان تل پر سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .