په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي چې د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ٢٢مه په پکتیا ولایت کې د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې وینا کوله، وویل: د اسلامي امارت د استخباراتي معلوماتو له مخې د خوارج ډلې (داعش) د سږ کال ټول بریدونه له بهر څخه پلان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د وروستي برید په اړه چې د خلیل الرحمن حقاني د شهادت لامل شوی، څېړنې روانې دي.
په دې مراسمو کې متقي له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې داعش ته پناه نه ورکوي او دا ظالمان دې تر خپل آستین لاندې نه ساتي، ځکه په دې اور کې به هغه څوک چې د خوارج ډلې ته پناه ورکوي او ملاتړ کوي، به و سوځي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل: باید پوه شئ چې داعش هیڅ ارزښت نه پېژني او اړتیا ده چې د دې ګډ دښمن پر وړاندې په هماهنګۍ سره مبارزه وشي.
د ایرنا په وینا، تر دې وړاندې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې د ډیورنډ کرښې له هغې خواته د افغانستان په خاوره کې د داعش ترهګرې ډلې بریدونه پلانیږي.
داعش ترهګرې ډلې د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د پخواني رئیس خلیل الرحمن حقاني پر ژوند د ځانمرګي برید مسولیت هم پر غاړه اخیستې ده.
د پیغام پای/
Your Comment