د صنایعو وزارت له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ ۹ تړونونه لاسلیک کړل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ ۹ تړونونه لاسلیک کړل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه وزارت له ۹ ملي او دولتي چارواکو سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی چی د متشبثینو د پیاوړتیا، د بې وزلو د اقتصادي ودې او د کورنیو د ژوند د ښه کولو په برخه کې کار کوي.

 عزیزي د اسلامي امارت په قوانینو باندې په ټینګار سره وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مهاجرینو، زیربناوو او صنعت په برخو کې کار او فعالیت ته لومړیتوب لري.

 دغه ۹ بنسټونه په پام کې لري چې د ۶ میلیونه ۹۳۶ زره ۲۷۸ ډالرو په ارزښت خپلې پروژې په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان، کنړ، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب، او پکتیا ولایتونو کې پلي کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .