حاکمان او عالمان د سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي

  کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت مشر وویل: د سولې په رامنځته کولو او د یووالي په ټینګښت کې علماء او حاکمان مهم رول لوبوي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د سمنګان د والي ویاند عصمت الله مرادي سه شنبه د وږی په ۱۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سمنګان ته د سفر پر مهال ویلي چې د حاکمانو او علماوو دوه طبقې د سولې په رامنځته کولو او د یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري، په دې شرط چې علما له حقایقو د ويلو ډډه ونه کړى او حاکمان باید د احکامو او فرمانونو له اجرا څخه ځان لرې نه کړي.

 د افغانستان د سرپرست حکومت مشر وايي، اختلافات او د قومي حکومتونو رامنځته کېدل په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د ټولو ناخوالو لامل شوي دي.

 د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده تېره اوونۍ سمنګان او فاریاب ولایتونو ته په سفر تللی و.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .