کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن شنبې د غبرګولي ۲ مه ویلي، چې د دغه ولایت په غوربند، سالنګ او جبل السراج کې داسې سیمې شته چې د ګرځندویانو پام یې ځان ته اړولی دی.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پروان ولایت د پسرلي شنه اقلیم سربیره د سالنګ، پنجشېر، غوربند، شتل، او باریک آب سیندونه له دغه ولایت څخه سرچینه اخلي، دغه راز د «باریک اب» په نوم یو بل سیند له سویل لوېدیځ څخه د پروان دره ته ننوځي، خو دا سمندر د مونسوني اوبه لري او تل فعاله نه وي.
د پیغام پای/
Your Comment