کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پروان د والي وياند حکمت الله شميم نن چهارشنبې د غبرګولي ۹مه وويل، د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د منډيي په بازار کې د اور لګېدنې له امله د ګازو او تېلو څلور دوکانونه سوځېدلي دي.
شميم زياته کړه: دغه پيښه د دوکاندارانو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه او د اور وژنې ټيمونه د پيښې ځاى ته رسېدلي او اور په کابو کولو بوخت دي.
د پروان د والي وياند وايي، په دې اور لګېدنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او تر اوسه د مالي زيان په اړه معلومات نشته.
د پیغام پای/
Your Comment