کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پروان ولایت کې پر ۵۰۰ ښځینه صنعتکارانو د ګنډلو ماشینونه او لوازم وویشل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو وسايلو کې چې د ګنډلو ماشينونه، زکزاګانې، اوور لاکونه، د ګنډلو ميزونه، اوسپنې، يخچالونه او د ګنډلو د اړتيا وړ لوازم شامل دي، چې د پروان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست په مالي همکارۍ په صنعتکارو او متشبثينو وويشل شول.
له دغو ماشينونو څخه چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون د شپږو ولسواليو ۵۰۰ ښځينه صنعتکارانې او متشبثې دي، د جواز او کاري معيارونو له دقيقې پېژندنې وروسته په کور دننه او د سرپناه په فضا کې د کار کولو لپاره ترې ګټه اخيستل شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment