AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۱:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85514739
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا جمعه تر سره کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وايي، د افغانستان په اړه د امنیت شورا به سبا جمعه جوړه شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ یوناما نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: چې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا به سبا جمعه د افغانستان په اړه د امنیت شورا ته توضیحات ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي«د یوناما مشر به د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو (د نیویارک پر وخت ۱۰ بجې) خپله وینا وکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ پر وروستي راپور د نیوکې پرمهال د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان سره د هېوادونو پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی دی، هغه له اوتنبایوا وغوښتل چې د راپور ورکولو په غونډه کې د افغانستان اصلي څېره په ډاګه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .