AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷ ۱۷:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85511285
T T
۰ Persons
غور ولایت کې د سېلاب ځپلو لپاره د استوګنې د ودانیو جوړول

کابل- ایرنا- د غور ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د استوګنې د ودانۍ د بنسټ ډبره د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال له خوا کېښودل شوه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال نن یکشنبې د غبرګولي ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر په غور ولایت کې د ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د استوګنې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا عبدالغني برادر د دغه ښارګوټي د پرانېستې په مراسمو کې وویل، اسلامي امارت تل د خپلو هېوادوالو په فکر کې دی او هڅه کوي، چې خپلو خلکو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو په پلان کې پر ۲۰۰ استوګنیزو کورونو سربېره یو جومات، یو روغتیايي مرکز، یو ښوونځی، یوه مدرسه، د اوبو رسولو شبکه او برېښنا هم په پام کې نیول شوې ده. د هغې په بشپړیدو سره به هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته د استوګنې کور ورکړل شي

د پیغام پای/

۰ Persons

Your Comment

You are replying to: .