AP ۱۴۰۳ غویی ۲۳ ۱۵:۰۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85474549
T T
۰ Persons
د ایران سرې میاشتې افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو چارو مرستیال په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د دغه بشري بنسټ د چمتوالي خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو چارو مرستیالې رضا علیشوندي نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه په افغانستان کې وروستیو طوفاني بارانونو ته په اشارې سره وویل: په افغانستان او په ځانګړې توګه په بغلان ولایت کې د سېلابونو راوتلو د ډیرو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او د استوګنې د کورونو یې ویجاړ کړي دي.

هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنه د خپلو وجدانی وظیفو په اساس او د بشری مصیبتونو د هواری په خاطر، چمتو ده چې د طبی او مرستندویه ټیمونو او د افغانستان د سرپرست دولت د غوښتنې په صورت کې دغه هېواد ته د مرستې ولېږي.

د ایرنا د خبر له مخې په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو د افغانستان په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سختو زیانونو سربیره مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو او ټپیانو شمېر له ۴۰۰ تنو اوښتی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .