AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱ ۱۴:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85485215
T T
۰ Persons
د وروستیو سېلابونو له امله غور ولایت کې ۲۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د یوه راپور په خپرولو سره نن سه شنبې د غبرګولي اوله ویلي، په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ یونیسف په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه سازمان د بېړني غبرګون ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو ته استول شوي ترڅو له حالاتو سره مقابله وکړي.

د دغې موسسې مسوولینو همداراز وویل: د دوی ټیمونه د څښاک د پاکو اوبو په ځایونو کې د اړتیا وړ توکي لکه د حفظ الصحې کیټونه، کمپلې او نغدې پیسې له زیانمنو شویو کسانو ته برابروي.

د دغه راپور له مخې، په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله زرګونه کسان زیانمن شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .