غور ولایت کې سېلابونو ۵۰ تنه وژلی او شپږ زره کورونه ویجاړ شوي

کابل- ایرنا- د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له ایرنا سره په خبرو کې و ویل، چې د سختو سېلابونو راوتلو له امله تر اوسه ۵۰ جسده د سېلابونو له ورانیو را ایستل شوي او زرګونه د استوګنې کورونه نړېدلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم نن شنبې د غوايي ۲۹ مه له ایران خبري آژانس سره په خبرو کې و ویل: چې د جمعې د ورځې د سېلابونو له امله په غور ولایت کې تر اوسه پورې ۵۰ تنو ژوند له لاس ورکړی او ګڼ شمېر نور لا درکه دي.

زعيم د دې په څرګندولو سره چې د استوګنې دوه زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، وويل: په سېلابونو کې د استوګنې څلور زره کورونه په جزوي توګه تخریب او د خلکو ټول مالونه په کې ډوب شوي او ډېر څاروي هم له منځه تللي دي، چې کره شمېره يې نه ده معلومه.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس څرګنده کړه چې په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه، دوه زره دوکانونه او سوداګريز مارکېټونه سېلابونو لاندې کړي دي.

زعيم زياته کړه: د هرات- غور لويه لاره او د دغه ولايت د ولسواليو ترانسپورتي لارې له مرکز سره تړلې دي.

د هغه په وينا، هغه کلي چې له مرکز سره يې مواصلاتي لارې تړلې، د څښاک د اوبو څاګانې يې ويجاړې شوې او دا مهال د څښاک اوبه نه لري او په ټوليز ډول يې وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى.

د ایرنا د خبر له مخې په تېره یوه اونۍ کې د دغه هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سختو او مرګونو سیلابونو شاهدان وو.

د تېرې جمعې په ورځ په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .