AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹ ۱۷:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85512890
T T
۰ Persons

Tags

د ختیځ- لوېدیځ دهلیز مرکزي ولایتونه له جغرافيايي انحصار څخه لرې کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال په غور ولایت کې د خپلې وینا په ترڅ کې د هرات غور لویې لارې په ګډون چې مرکزي ولایت له پلازمینې سره نښلوي، د سترو ملي پرمختیايي پروژو د پیل خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دوشنبې د غبرګولي په ۲۸ مه د لوی اختر د لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې وویل چې د مشرتابه له حکم سره سم به د غور ولایت له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې غور ولايت ته يې د خپل سفر پر مهال له بېلابېلو ډلو سره وکتل او د خلکو په ځانګړې توګه د سېلاب ځپلو ستونزې يې له نږدې وڅېړلې.

ملا برادر په غور ولایت کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال وویل چې اسلامي امارت د ختیځ – لوېدیځ دهلیز سړک جوړولو پروژې په ګډون پرمختیایي پروژې پیل کړې دي.

د ایرنا د خبر له مخې د هرات- غور پروژه یوه له هغو پروژو څخه ده چې د بامیان، دایکندي او میدان وردګو په ګډون مرکزي ولایتونه د ځمکني ترانسپورت له لارې له کابل سره نښلوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .