AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۵:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85509994
T T
۰ Persons

Tags

بامیانو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیان اړولی دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۵:۴۵
News ID: 85509994
بامیانو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیان اړولی دی

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د مرکز اړوند د سیغان او ګلستان ولسوالیو په قطارسم کلیو کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان د رسنیو دفتر نن شنبې د غبرګولي ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ جمعه مازیګر مهال بامیان ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۶۰ څارولي، ۲۰۵ جرېبه کرنیزه ځمکه، ۶ کیلومتره کانال تخریب شوی او ۱۲ کورونه لږ څه زیانمن شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغې طبيعي پيښو له امله د سيغان ولسوالۍ د قطارسم له کلي څخه تر سوخته چنار پورې څه د پاسه ٢٦ کيلومتره لاره ويجاړه شوې ده او د ګړنديو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ مخه نيول شوې ده.

د خبر په اساس د سیغان ولسوالۍ چارواکو د قطارسم په کلي کې د سېلاب ځای ته ورغلل او هغه مسافر وړونکي موټر یې له نږدې وکتل چې د سېلاب له امله بند پاتې وو او له ستونزې سره مخ وو، په وخت همکاري وکړه.

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي هم د باميانو ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې، سرې مياشتې او ټولګټو چارو رياستونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د سېلاب ځپلو سيمو ته د بېړنيو خوراکي توکو او جامو مرستې ووېشي، د سیغان ولسوالۍ د سړکونو د تخریب او ترمیم او د قطارسم او ګلستان په کلیو کې د کرنیزو اوبو د کانالونو پاک کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .