په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د باميانو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه نن دوشنبه د چنګاښ په ١٨مه، په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزې ریاست له لوري په تېرو دوو مياشتو کې د طبيعي پېښو له امله د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته ووېشل شوه.
اطلاعیه زياته کړه: دغه مالي مرسته د باميانو ولايت د يکاولنګ د لومړۍ او دويمې د قرغيو او فولادي ولسواليو د طبيعي پيښو له امله د وژل شويو کسانو له هر کورنيو سره سل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د پیغام پای/
Your Comment