AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۱:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85495678
T T
۰ Persons

Tags

سرپرست دولت د سېلاب ځپلو د ستونزو لرې کولو لپاره هڅې کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي، سرپرست دولت د طبعیي پېښو په ځانګړې توګه د سېلاب ځپلو د ستونزو لرې کولو لپاره هڅې کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه د بغلان ولایت د علماوو شورا له رییس شیخ کمال الدین حقاني سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د بغلان د علماوو شورا رییس شیخ کمال الدین حقانی په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د خلکو د وضعیت په اړه د سرپرست دولت اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، چې وروستي سېلابونه د لسګونو کسانو د شهیدانېدو، ټپي کېدو او دغه راز د کرنیزو ځمکو، کورونو او لویو لارو د خرابېدو او له منځه وړلولو سبب شول.

د بغلان د علماوو شورا رییس د سېلاب ځپلو او د شهیدانو د کورنیو ستونزو ته په اشارې سره د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د دوی د ستونزو هواري کړي او د سړکونو ترمیم او د سیلاب ځپلو لپاره د سرپناه په جوړولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ده زياته کړه: په بغلان ولايت او نورو ولايتونوکې وروستيو سېلابونو ستر ناورين او ګڼې ستونزې رامنځته کړې، چې له امله يې زموږ په لسګونو تنه هېوادوال شهيدان او بې کوره شوي او زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.

د سرپرست  دولت اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت به د دغو طبیعي پیښو د زیانمن شویو خلکو د ستونزو په هواري کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي او له هرې ممکنې لارې به د هغوی پاملرنه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې په بغلان ولایت کې د سختو سېلابونو له امله څه د پاسه ۲۰۰ مړه او په سلګونو نور ژوبل شول او په زرګونو د استوګنې کورونه او جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .