پر بغلان سربېره د هېواد نورو سېلاب ځپلو ولایتونو ته هم نغدي او د خوراکي توکو مرستې ولېږل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال وايي، پر بغلان سربېره په نورو ولایتونو کې هم سېلاب ځپلو خلکو ته نغدي او د خورکي توکو مرستې ولېږل شوې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني براد بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې جمعه د غوايي ۲۸ مه د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب ځپلو هم لیدنه وکړه.

ملا برادر و ویل: د شهیدان کره شمېره د سروې د ټیم له خوا راټوله شوې او د هر شهید کورنس ته نغدي، د خوراکي توکو او البسې مرستې وېشل شوې او دغه راز یې ټپیان تر درملنې لاندې دي.

د سرپرست دولت دغه چارواکي ویلي: د تخریب شویو کورونو، کرنیزو ځمکو، کانالونو، کندې او همدا راز د ورک شویو څارویو د سروې ټیمونه به سبا پیل شي او د اسلامي امارت په ذکر شویو سیمو کې له سروې وروسته به له زیانمنو سره مرسته وکړي. 

د دولت اقتصادي مرستيال زياته کړه: په بغلان ولايت سربېره په نورو ولايتونو کې هم له سېلاب ځپلو سره نغدي او خوراکي توکي لېږل شوي دي.

د برکې او نهرین ولسوالیو سیلاب ځپلو هم د اسلامي امارت د مرستندویه ټیمونو د لیږلو او په سېلابونو کې د ایسار شویو هېوادوالو د ژغورنې له امله مننه وکړه او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له ملا برادر سره شریکې کړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .