AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۳:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85509763
T T
۰ Persons

Tags

د غزې جګړه کې تر اوسه پورې له ۱۵ زره زیات ماشومان شهیدان شوي دي

کابل- ایرنا- غزې تراډه کې د دولتي رسنیو دفتر په یوه راپور کې اعلان کړی دی، چې د صهیونیستي رژیم د یرغلونو له امله تر اوسه پورې په دغه تراډه کې تر ۱۵ زره زیات ماشومان شهیدان شوي دي.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د فلسطین سمای خبري آژانس نن شنبې د غبرګولي ۲۶ مه خبر ورکړی دی، چې غزه کې د دولتي رسنیو دفتر د جګړې په ۲۵۲مه ورځ کې د فلسطیني ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه وحشتناک احصایې خپرې کړې.

د دغه راپور پر اساس د تلې له ۱۵ مې د اکتوبر تر اوومې پورې ۱۵ زره او ۶۹۴ ماشومان د اشغالګر رژیم د بریدونو له امله شهیدان شوي، ۳۴ زره نور ماشومان ټپيان او ۳ زره او ۶۰۰ نور تر خاورو لاندې ورک شوي دي.

راپور کې راغلي: څه د پاسه ١٥٠٠ ماشومانو لاسونه، پښې او سترګې له لاسه ورکړي او يا په دايمي معيوبيت اخته شوي دي او څه ناڅه ٢٠٠ ماشومان د يرغلګرو له خوا تښتول شوي دي، ۱۷۰۰۰ ماشومان یتیمان شوي، چې درې سلنه یې مور او پلار دواړه له لاسه ورکړي او له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیات ماشومان په زوره له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

دغه راپور زیاتوي: څه د پاسه ۶۵۰ زره فلسطینی ماشومان د غاصب رژیم له خوا له ویجاړېدو وروسته خپل کورونه له لاسه ورکړی دي، د غاصب رژيم د ظلمونو له امله ۶۲۵۰۰۰ ماشومان له ښوونځي څخه وتلو ته اړ شوي، په غزه کې ۹۸ سلنه ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او هره ورځ له درې لېټرو څخه کمو اوبو ته لاس رسی لري.

د غزې تراډې د دولتي رسنیو دفتر د دغه راپور په دوام کې زیاته کړې: ۳۵۰۰ فلسطینی ماشومان چې په مزمنو ناروغیو اخته دي د خوارځواکۍ او د لازمو روغتیايي خدمتونو د نه شتون له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي، د مور په رحم کې ۶۰۰۰۰جنین د بمونو او چاودېدونکو توکو د اغېزو له امله د سقط، مړینې یا زیږون نیمګړتیاو سره مخ کېږي. شاوخوا ۴۰۰۰۰ ماشومانو په منظم ډول اړین واکسینونه نه دي ترلاسه کړي، او ۸۲۰۰۰ماشومان د خوارځواکۍ نښې لري چې ۳۵ سلنه یې شدید دي.

د راپور په پای کې راغلي دي: د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې ۳۳ فلسطینی ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په ۲۵ نیټه اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر دې ورځې پورې په غزې تراډه د صهیونیسټي رژیم د تېریو د شهیدانو شمیر ۳۷۲۶۶ تنو ته رسېدلی دی، دغه وزارت په دغو جرمونو کې د ټپيانو وروستۍ شمېره ۸۵۱۰۲ تنه اعلان کړې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .