د امنیت شورا له خوا د اوربند پرېکړې تصویب غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا له خوا د اوربند پرېکړې تصویب غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د افغانستان اسلامي د امنیت شورا له خوا د اوربند پرېکړې تصویب د غزې تراډه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بولي چې ریښتینو خبرو اترو ته اړتیا لري تر څو غزې تراډه کې یو دایمي اوربند سبب شي او خلکو ته د عادي ژوند کولو زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د صهيونيست رژيم د جنايتونو په غندلو سره د يو خپلواک دولت د لرلو په باب د فلسطين د خلکو له تاريخي حق څخه ملاتړ کوي.

ایرنا خبری اژانس وایي، د ملګروملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په غزه کې د اوربند پریکړه لیک تصویب کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .