AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹ ۱۰:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85512276
T T
۰ Persons

Tags

د نړۍ زبرځواکه د بشري حقونو تر شعار لاندې غزه کې ښځې او ماشومان وژني

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت مشر د لوی اختر د لمانځه په خطبه کې څرګنده کړې، چې د نړۍ زبرځواکه بشري حقونو تر شعار لاندې غزه کې ښځې او ماشومان وژني

کندهار کې د ایرنا خبری آژانس د خبریال په خبره؛ مولوی هبت الله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځ په مراسمو کې د فلسطین د خلکو مظلومیت ته په اشارې څرګنده کړه، چې د نړۍ زبرځواکه له یوې خوا د نړۍ د حاکمیت ادعا لری او له بل پلوه یې غزه کې د ښځو او ماشومانو وژنې ته مخه کړې ده.

هغه د ځینو لویو هېوادونو د بشری حقونو شعارونو باندې د نیوکې تر څنګ و ویل: وروڼو وګورۍ، هغوی چې د نړۍ د حاکمیت دعوا لری او هیله لری، چې نړۍ تر خپل کنټرول لاندې راولی، په کوم نظر خپل حاکمیت ته ګوری، کوم شعارونه ورکوی، تاسو نن ګورۍ چې هغوی د بشری حقونو په نامه ظلم کوی، ښځې او ماشومان شهیدانېږی، په دغه ظلم چې دوی روان کړی او له ظلم څخه سترګې پټوی په کوم نظر ما ته نصیحت کوی؟! او له ما غواړی چې غوښتنې مو ومنم؟! او غواړی خپل غوښتنې پر ما تحمیل کړۍ؟!

اخوندزاده د فلسطین د خلکو د ستونزو د ختمېدو دعا وکړه و ویې ویل: خدای دې د فلسطین مسلمانان له دغه ظلم څخه وژغوری، خدای دې د فلسطینیانو ناصر او ساتونکی شی، الله دې د خپل ناڅرګند لښکر په مرسته د فلسطینیانو مرسته وکړی او د اسرائیلو په مقابل کې دې فتحه ورکړی، خدای دې دا ظالمان [اسرائیل] تباه کړی، خدای دې ټوله نړۍ له دې ظلم څخه وساتی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .