AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۱:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85507784
T T
۰ Persons

Tags

یونیسف: غزه کې درې زره ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړړی دی، چې پر رفح ښار د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله غزې تراډه کې د لوږې او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي له امله درې زره ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن پشنبنې د غبرګولي ۲۴ مه اعلان کړی دی، چې د غزې تراډې شمال ته د خوراکي مرستو د لېږلو په برخه کې له لږ پرمختګ سره سره، د غزې په سویل کې د بشري مرستو د وېش لړۍ خورا کمه شوې ده او دا کار د دې سیمې ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

یونیسف زیاته کړې: ډاروونکی تاوتریخوالی، ګډوالی امکاناتو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي لامل شوی دی.

په منځنۍ آسیا او شمالي افریقا کې د یونیسف سیمه ییز مدیر ادیل خضر په دې اړه ویلي: موږ په غزه کې د هغو ماشومانو وحشتناک انځورونو ته ګورو چې د خوراکي توکو د پرله پسې کمښت او د سیمې د روغتیايي بنسټونو د ویجاړیدو له امله د خپلو کورنیو په وړاندې مړه کېږي.

خضر وويل: که د دغو ماشومانو درملنه چې شمېر يې له دريو زرو څخه زيات دی بيا پيل نه شي، نو د خطرناکو ناروغيو او د اختلاطاتو له خطر سره به مخامخ شي، چې ژوند به يې له اوږد مهاله ستونزو سره به مخ او د هغو ماشومانو لیست چې په قصدي ډول د اسانتیاوو د محرومیت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي زیات شي.

د یونیسف سیمه ایز مشر په غزه کښې د خوارځواکۍ، د اوبو د کمښت او ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې د زیاتیدو په هکله د دغه سازمان د خبرداري په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره باید بیړني اقدامات وشي خو دغه ویجاړتیا او جنګ دوام لري.

د یونیسف دغه چارواکي څرګنده کړه: د روغتونونو له ویجاړیدو او د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي وروسته، موږ د ماشومانو د کړاوونو او اند هغوی د مړینې د زیاتو څپو شاهدان یو.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د یونیسف سیمه ایز مشر ویلي دي چې دغه سازمان غزې ته د ننوتلو لپاره د خوراکي توکو مرستې چمتو کړي او د اجازې په صورت کې به یې سیمې ته واستوي.

خضر تاکید وکړ: د امنیت زیاتول او د محدودیتونو کمول به موږ ته د فعالیت ښه زمینه برابره کړي، خو هغه څه چې ماشومان تر هر څه زیات ضرورت لری په غزه کې اوربند دی.

د ایرنا د خبر له مخې په غزې تراډه کې د صهیونیستي رژیم د یرغل له پیله اته میاشتې تېرې شوې چې له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ په ورځ په خپلو داخلی او بهرنیو کړکېچونو کې ډوبېږی .

صهیونیستي رژیم په دې موده کې په دغه سیمه کې له قتل عام، ورانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزیو، د مرستندویه موسسو په بمباریو او له قحطۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .