AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۶:۰۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85508224
T T
۰ Persons

Tags

حماس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د کډوالو مسوول دی

کابل- ایرنا- حماس غورځنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن غزه کې د اوربند ماتونکی او ګډوونکی وباله.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د فلسېطن د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز شوې طرحې ته په اشارې سره اعلان کړی دی، چې په غزه کې د جنایتونو د دوام لپاره د غاصب رژیم له هڅو سره سره، حماس د اوربند په اړه د غیر مستقیمو خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې مثبت عمل کړی دی.

د حماس غورځنتګ دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې چې په کې یې دغه غورځنګ په غزه کې د اوربند لپاره د خنډونو په رامنځ ته کولو تورن کړی په کلکه رد کړې.

حماس په دې بیانیه کې ټینګار کړی دی، لکه څنګ چې دوی د جګړې د درېدو او بندیانو د تبادلې غوښتونکي دي او په ښه توګه یې د امنیت شورا او د بایډن د طرحې څخه هرکلی کړی دی.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس هم ټینګار کړی دی، چې د امریکا د ادعا په مقابل کې د صهیونیست رژیم دغه پلانونه هېڅ نه مني.

په دغه بیانیه کې راغلي: د اوربند له پلان سره د نیواکګر رژیم د موافقې په هکله د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلینکن دروغ ادعا د نیواکګر رژیم له جنایتونو سره د واشنګټن ملګرتیا او د دغه رژیم سیاسي پوښښ او ملاتړ دی.

د حماس غورځنګ ټینګار کړی دی چې د جوبایډن د اوربند د پلان د تصویب په هکله د صهیونیستی چارواکو له خوا هېڅ دریځ نه دی څرګند شوی.

د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه او د اسلامی جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخلي د صهیونیستي رژیم د بندیانو د تبادلې د وړاندیز شوي پلان په وړاندې د مقاومت غبرګون د چهارشنبه په سهار په دوحه کې د قطر هېواد لومړی وزیر ته وړاندې کړ. 

د اوربند او د بندیانو د تبادلې د خبرو اترو لپاره د صهیونیست رژیم وړاندیز شوي پلان ته د ځواب وړاندې کول به له هغه وروسته ترسره شي چې په غزې تراډه کې د اوربند په هکله د امریکا لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک د دوشنبې په ورځ د شورا په غونډه کې له کوم مخالفت او ویټو پرته تصویب شو.

په دغه اوه ماده ييزه پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د امريکا له خوا وړانديز شوی پرېکړه ليک د فلسطين د مسئلې په ګډون د منځني ختيځ د وضعيت په اړه د ټولو اړوندو پرېکړه ليکونو يادونه کوي او د مصر، قطر او امريکا د پرله پسې ډيپلوماتيکو هڅو پر اهميت او د متحده ایالات د دریو مرحلو په شمول د هراړخیز اوربند تړون ته د رسېدو په هدف ټینګار کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .