AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۲:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85525735
T T
۰ Persons

Tags

اسلامي امارت د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هوډ لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ادراي مرستیال په کابل ښار کې د دوو پرمختیايي پروژو د پرانېستې پر مهال وویل: اسلامي امارت د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هوډ لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست  دولت ارګ نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱مه، په خپله خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له قلعه زمان خان سړک څخه د قلعه شانان سړک د جوړولو او له د کابل-جلال اباد لویه لار د هغه سره د نښلولو او د قلعه شانان پل، محبس سلیم د کاروان او د ملالۍ څلور لارې سویل ته د کابل ښار حلقوي سړک پرانسته وکړه.

د دولت اداري مرستیال وویل: د شانان کلا سړک د زمان خان قلعه نو سړک څخه د کابل- جلال اباد لویې لارې سره نښلول شوی چې ۲۱۰۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د ۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت به د یوه کال په موده کې بشپړ شي.

حنفي زياته کړه: په دې ساحه کې به د ٦٠ مترو په اوږدوالي او ١٨ متره سور د سړکونو يو پل د ٩٥ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي چې د اوبو يو کانال هم په کې شامل دى.

ده څرګنده کړه: د کابل ښار د دولسمې ناحيې اړوند سړک چې له محبس څلور لارې څخه د سليم کاروان تر څلورلارې پورې دوام کوي، ۲۹۰۰ اوږدوالی او له ۳۰ مترو څخه زيات سور لري او د ١٠٨ ميليونه افغانيو په لګښت به د کابل ښاروالۍ د انجینرانو او کارکونکو لخوا په اساسي بڼه به د یو کال په موده کې بشپړ شي.

د سرپرست دولت دغه چارواکي د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند د ملالۍ څلورلارې له جنوب څخه تر حلقوي سړک پورې د سړک د پرانیستې پرمهال وویل: دا د کابل ښاروالۍ څلورمه پروژه ده، چې ۱۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري او لګښت یې له ۸۸ میلیونو افغانیو څخه زیات دی او دا پروژه به د یوه کال په موده کې بشپړه شي.

هغه څرګنده کړه، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به ټولټال ٣٩٠ ميليونه افغانۍ لګښت راشي چې د کابل ښار د يادو سيمو د خلکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې به ورسره هوارې شي.

د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هوډ لري چې ټولې پرمختیايي پروژې بشپړې کړي او په دې برخه کې د هېوادوالو ستونزې هوارې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .