AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۲:۰۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85525682
T T
۰ Persons

Tags

اوزبیکستاني پانګوال افغانستان کې د انرژۍ او نساجې برخو کې پانګونه کوي

کابل- ایرنا- یو شمېر اوزبیکستاني سوداګرو او پانګوالو د افغانستان د انرژۍ، نساجۍ او تېلو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ یکشنبې ماښام د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې د اوزبیکستان له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د اوزبیکستان د الفلاح شرکت مشر نارد رستموف د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اوزبیکستاني سوداګرو او پانګوالو د پلاوی د اهدافو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د اسلامي امارت په حاکمیت کې په بېلا بېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې او امنیت د تامین برخې ته اشاره وکړه زیاته یې کړه: همدا په دې هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو د کار او فعالیت تر سره کولو لامل شوي دي.

رستموف وویل: ازبک سوداګر او پانګوال د انرژۍ، نساجۍ، نفتو او کانونو په برخو کې پانګونې ته لیواله دي، د تولیدي فابریکو او زیربناوو په جوړولو کې یې د افغانستان د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اړیکو پراختیا غواړي او له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو څخه غواړي چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

هغه ټینګار وکړ: د افغانستان اسلامي امارت په دغه هېواد کې د پانګوالو او بهرنیو شرکتونو د ټولو سوداګریزو فعالیتونو هرکلی کوي او هغوی ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .