هغوی چې په مستقیم ډول د غزې په نسل وژنه کې لاس لري موږ ته دې بشري حقونه نه راښيي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د دوحې د ناستې د پلاوي مشر د دغه غونډې په پرانستې وینا کې و ویل: هغه اړخونه چې په مستقیم ډول د غزې په نسل وژنه کې لاس لري موږ ته دې بشري حقونه نه راښيي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د دوحې د ناستې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد تېره ورځ یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د دوحې ناستې د پرانستې په مراسمو کې و ویل: له تېر اکټوبر راهیسې چې د فسلطین په غزه کې نسل وژنه ادامه لري، دا په تاریخ کې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونکی جنوسایډ دی، چې د بشري حقونو دعوه دارو هېوادونو او سازمانونو اعتبار یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی.  

هغه و ویل: ځیني لوري چې په مستقیم ډول په دې بشري جنایت کې شریکان دي....هغوئ په داسې اخلاقي موقعیت کې قرار نه لري چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښونې وکړي او لیکچر راکړي.  

د ایرنا د راپور له مخې د لوېدیځونو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا، انګلیس او فرانسې چې مستقیمآ غزه کې په نسل وژنه کې لاس لري استازي ادعا کوي، چې افغانستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دوام لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .