AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85499183
T T
۰ Persons

Tags

د مسکو فارمټ به د دوحې تر غونډې مخکې تهران کې تر سره شي

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د مسکو فارمټ ناسته به د دوحې تر ناستې مخکې په تهران کې جوړه شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ورسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه مازیګر مهال ویلي، د افغانستان په اړه د تماس ډلې «مسکوفارمټ» غونډه به د دوحې تر غونډې مخکې د راتلونکې شنبې غبرګولي په ۱۹ مه تهران کې جوړه شي.

کابلوف ویلي: ما د افغانستان د مشرتابه له استازو سره د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو او ملګرو ملتونو د سرمنشي د دوحې درېیمې ناستې په اړه خبرې اترې کړې دي، دغه ناسته د چنګاښ میاشتې په ۱۰ مه دوحه کې جوړېږي، خو له هغه وړاندې به راتلونکې شنبه همداسې تهران کې سره راټول شو.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي و ویل، چې دغه غونډه به په اصطلاح د «تماس ډله یا مسکوفارمټ» دی او له روسیې پرته به ایران، چین، او پاکستان هم په کې برخه واخلي.

کابلوف زیاته کړې ده، چې د تهران په ناسته کې به د دوحې د ناستې لپاره په چمتوالي ارزونې راټولې وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .