کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو دوسیه د ولسمشر ولادیمیرپوتین تر مېز پورې رسولې ده.
کابلوف ویلي، د روسیې ګڼو دولتي بنسټونو له دغه پرېکړې او کار څخه ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه: د طالبانو دولت په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته په رسمیت پیژندلو ته اوږده لاره وهلې، خو لا هم یو څو خنډونه پراته دي چې له هغې وروسته به د روسیې مشرتابه پریکړه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment