کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د المپیک ملي کمېټې نن چهارشنبې د غوايي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د « نیوفول کنتاکت» سیالۍ د هرات ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په نور جمنازیوم کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغو سياليو په پایله کې د ولي عصر سپورټ کلب ورزشکارانو لومړى مقام، د وروزګاني سپورټ کلب ورزشکارانو دويم او د شاه مردان سپورټ کلب ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
د خبر په اساس په دغو سياليو کې اووه تنه ورزشکاران د دغه ډګر د منتخب ټيم لپاره انتخاب شول.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د هېواد د (ب) ګروپ د ویل چیر باسکټبال سیالیو په دوام به د دغو سیالیو ۱۰مه، ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۳مه لوبه د کابل په وړاندې د لغمان، د میمنې پر وړاندې، کابل د بامیان، وردگ د خوست او د لغمان د غور په مقابل کې تر سره شوې.
د پیغام پای/
Your Comment