کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل ښاروالۍ نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست مرستیال سراج الدین پټان و ویل: غواړم د دغه ښار یو له تاریخي ارزښتونو څخه بیا راژوندی کړم تر څو د کابل ښار لا نور ښکلی شي.
هغه زیاته کړه، د کابل د کارته سخي سیمې د کورونو مالکانو څخه یې ژمنه اخیستې چې هر یو کور به له یوه تر پنځو پورې ارغوان نیالګیو پالنه او ساتنه کوي.
کابل ښاروالۍ دغه راز ویلي، چې د ۱۰۰۰۰ ارغواني نيالګيو لپاره چمتو شوي، چې ۱۸۰۰ يې د کارته سخي په سيمه کې د شنو خونو د رياست له لارې وېشل شوي دي.
باید یادونه وشي چې ارغواني ګل د کابل له اقلیم سره سمون لري او د اوبو له کمښت سره موافق دی، دا اوږد ژوند او ځانګړې ښکلا لري، او پاڼې یې د هوا په پاکولو کې هم خورا ګټورې دي.
د پیغام پای/
Your Comment