AP ۱۴۰۳ غویی ۲۳ ۱۰:۵۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85473907
T T
۰ Persons
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو کولو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو کولو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي همکاریو سازمان نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان سره سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان له غړو هېوادونو او نورو نړیوالو هېوادونو غوښتي، چې ژر تر ژره افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تېره بیا په بغلان ولایت کې د وروستیو ناڅاپه سېلابونو له امله په سلګونو کسان مړه، په زرګونو د استوګنې کورونه ویجاړ او په زرګونو نور ژوبل شول.

د افغانستان سرپرست دولت د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د مرستې، د ژغورنې، د مرستو جلب او جذب، روغتیا، د ټپیانو د تداوۍ، د جنازې او تدفین او د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ، اقتصاد، عامې روغتیا او د پېښو سره د مبارزې برخه کې د دولت وزارت څخه کمېټې ټاکلې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .