د سرپرست حکومت ویاند: خلیل الرحمن د داعش ډلې له خوا په شهادت ورسېد/ دا ډول بزدلانه عمل د مسلمانانو اراده نه شي کمزوری کولی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش ډلې په بزدلانه برید کې شهید شوی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ٢١مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرينو وزير صاحب خليل الرحمن حقاني نن له غرمي وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. انا لله وانا اليه راجعون

 اسلامي امارت د حقاني مرحوم شهادت د اسلامي امارت مجاهدينو، کورنی او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضايعه بولي نوموري ته فردوس جنة ، كورني دوستانو او متعلقينو ته د جميل صبر او جزيل اجر دعا كوي.

مجاهد زیاتره کړه: خليل الرحمن حقاني د الله تعالى د لارې يو ستری مجاهد و چې ټول عمر يې د الله تعالى له دين څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او سترياوو کې تیر کړی و، نوموړی د یوې لوی جهادي كورنی غری و چې د اسلام د دښمنانو لخوا يې په سره میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوي وه.

 په اعلاميه کې راغلي چې خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسيد چې ځانونه مسلمان بولي او ما سيوا له ځان څخه نور مسلمانان تكفيروي.

 په اعلامیه کې ټینګار شوی، حقاني د شهادت په ډول بزدلانه عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادي كمزوري كري او يا زموږ د مستحكم اسلامي نظام په وړاندې د دسيسه جوړونکو کوم هدف ترسره کړي، بلکي داسي بزدلانه عمل د اسلام او دين د دښمنانو مخ توروي او د هغوى د شومو ارادو څرګندونه کوي.

 د ایرنا د خبر له مخې د مهاجرینو د چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د شهادت پر مهال ۵۸ کلن و.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .