AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۲ ۱۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85687829
T T
۰ Persons

Tags

داعش ترهګرې ډلې د خلیل الرحمن حقاني د وژل کیدو مسولیت واخیست

کابل- ایرنا- د داعش ترهګرې ډلې د هغه ځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیست چې د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کې ووژل شو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، داعش ترهګرې ډلې نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دغه برید کې یې خلیل حقانی په نښه کړی دی.

د داعش په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه برید مسوول توانېدلی چې له امنیتي خنډونو تېر شي او خپل هدف ته ورسېږي.

 داعش ډلې ویلي، چې د دوی ځانمرګي بریدګر د خلیل حقاني د وتلو په تمه و او د هدف په ليدو يې خپل چاودېدونکي توکي پرې وچاودېد چې له امله يې حقاني له خپلو څو ساتونکو او مرستیالانو سره ووژل شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .