په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲۲ مه نېټه په کابل کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې په نتیجه کې یې د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو سرپرست وزیر ووژل شول.
بقايي د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې، ټپيانو ته د خدای له درباره د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
د ایرنا په وینا، د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون ماسپښین د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په جومات کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
ځانمرګی بريدګر په دې ادعا چې خپل لاس جراحي یې کړې او په لاس کې یې پلاتین لري، د فزيکي پلټنی نه تېر شو او د خلیل الرحمن حقاني ته څېرمه د عبادت کوونکو کتار ته ورسېد او ځان ته یې چاودنه ورکړه.
د پیغام پای/
Your Comment