انس حقاني: زموږ کورنۍ له شهیدانو او سرښندنو نا آشنا نه ده/ د خلیل الرحمن حقاني شهادت زموږ لپاره د ویاړ سرچینه ده.

کابل- ایرنا- د افغانستان د سیاسي کمیسیون غړي او د خلیل الرحمن حقاني وراره د خپل کاکا د شهادت په غبرګون کې ویلي: زموږ کورنۍ له دې شهیدانو او سرښندنو ناآشنا نه ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي کمیسیون غړي او د خلیل الرحمن حقاني وراره انس حقاني د چهارشنبې په شپه د لیمدۍ په ۲۱ مه د خپل کاکا د شهادت په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي:  الحاج خلیل الرحمن حقاني یو پخوانی مجاهد وو چې له دوو امپراطوریو سره د اسلام او آزادۍ په پار وجنګېدهٔ. په دې لار کې یې پر وجود لسګونه زخمونه ولګېدل، زندانونه یې تېر کړل، د کورنۍ د ډېرو نږدې عزیزانو د شهادت او بېلتون دردونه یې ولیدل، خو مات نه شو او دوه ځله تر آزادۍ ورسېد.

 هغه زیاته کړه:  یرغلګر[امريکا] پرې پینځهٔ میلیونه ډالره انعام کېښود، خو ناکام شول. بالآخره د هغو کسانو له خوا په شهادت ورسېد چې ظاهراً د اسلام د مبارک دین د پیروۍ ادعا لري. 

خوارجو د اسلام په تاریخ کې همېش ستر شخصیتونه شهیدان کړي چې خلیل الرحمن حقاني هم دې سپېڅلې قافلې سره ملګری شو. انس حقاني دغه شهادت د کورنۍ لپاره لوی ویاړ وباله او ویې ویل: د هر مجاهد هیله دا وي چې خاتمه بې شهادت شي. زموږ کورنۍ هم له دې شهادتونو او قربانیو سره نابلده نه ده، نو شهادت یې ویاړ دی. 

 د ایرنا په وینا، د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني نن په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ځانمرګي برید کې شهید شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .