AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲ ۱۶:۱۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85473436
T T
۰ Persons
هېواد کې د وروستیو سېلابونو د اووښتو زیانونو شمېر/ له ۲۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل- ایرنا- وروستۍ شمېرې ښيي، چې تېره ورځ په بغلان، هرات، تخار، بدخشان او غور ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ورک دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی دی، چې افغانستان کې د سېلابونو له امله تر اوسه پورې ۲۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې جمعې ورځې بارانونو او سېلابونو زیات زیان د افغانستان په بغلان ولایت کې خلکو ته اړولی دی او کابو هر کور یې زیان لیدلی دی.

د کډوالونړيوال سازمان د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر د افغانستان له طبيعي پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې احصايې ته په اشارې سره ویلي، يوازې د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې څه ناڅه ١٥٠٠ کورونه ويجاړ او زیانمن شوي او له سلو زياتو اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د خپرو شويو شمېرو له مخې، غور او هرات ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله له ١٢ زيات کسان مړه او ټپيان شوي، سلګونه کورونه ويجاړ شوي او له زرو زياتې کورنۍ بې ځايه او د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې سختې زیانمنې شوې دي.

د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم وویل: یوازې په بغلان ولایت کې د سختو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه او له ۱۰۰ زیات ټپیان او په په پنځو ولسوالیو کې تر ۱۵۰ ډېر کسان بند پاتې دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو کره شمېره نه ده معلومه، خو د سرپرست دولت وياند ذبيح الله مجاهد نن شنبې د غوايي ۲۲ مه په ټويټر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د مړو او ټپيانو د شمېر په اړه له جزئياتو پرته اعلان کړی، چې په څو ولايتونو کې د سېلابونو له امله سلګونه افغانان مړه او ټپيان شوي دي.

مجاهد له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت او نورو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د سېلاب ځپلو هېوادوالو سره هر ډول مرستې وکړي.

په څو ولایتونو کې له ناڅاپي سېلابونو وروسته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ګرځنده ټیمونو په مرسته، د ملي دفاع وزارت د چورلکو په مرسته، د کورنیو چارو وزارت، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او نورو دولتي ارګانونو طبي ټیمونو د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ورغلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .