کابل کې د ناامني «فسبوکي او «ټوېټري» ده/ د داعش او مقاومت موخه افغانستان ناامنه ښودل دي خو په ځمکه بهرنی وجود نه لري

کابل- ایرنا- د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د «ایرنا» خبري آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان پلازمېنه کې د ورستي امنیتي وضعیت، د پولیسو وضعیت، له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکارۍ او کابل کې د ناامنیو د ادعاو په اړه خبرې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د «ایرنا» خبري آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان پلازمېنه کې د ورستي امنیتي وضعیت، د پولیسو وضعیت، له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکارۍ او کابل کې د ناامنیو د ادعاو او .... په اړه خبرې کړې دي، چې د دغه مرکې متن په لاندې ډول دی:

ایرنا: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نړۍ مننه چې موږ ته مو د مرکې وخت راکړ.

ځدراڼ: مننه هیله کوم.

ایرنا: د سرپرست دولت له عمر څخه کابو ۳ کاله تېرېږي، د هر حکومتي ارګان تر ټولو مهم بنسټ امنیتي په ځانګړې توګه پولیس دي، په دې موده کې د پلازمېنې د پولیسو لپاره وضعیت څنګه دی؟

ځدراڼ: مننه د پلازمېنې کابل د پولیسو وړتیا الحمدالله ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده، د عامو هېوادوالو سره همغږي ټینګښت ته رسېدلې ده، د دې وجه دا ده چې د دوی لپاره موږ یو میاشتني درې میاشتني او شپږ میاشتني کورسونه دایر کړي دي، دوی ۲۴ ساعته په خپلو زده کړو بوخت دي، له هر حوزې څخه تر ۴۰ پورې پولیس هره ورځ راخلو او زده کړو ته یې لېږو، زموږ په هر سمینار کې تر ۳ زرو پورې پولیس ګډون او زده کړې کوي او وروسته بېرته خپلو دندو ته ګرځي، زموږ پولیس اکثریت مجاهدین دي، دوی له زده کړو سره ډېره علاقه لري او هڅه کوي، چې څه زده کړي، د همدې زده کړو ګټه همدغه ده، چې اوس الحمدالله په کابل کې امنیت دی او له ولس سره په چلند او ژبه پوه شوي دي.

ایرنا:د پولیسو د وړتیا لوړولو پروسه له کومه وخته پیل شوه؟

ځدراڼ: بلکل دا پروسه د لومړي سره پیل شوې یو خو موږ د پولیسو اکاډمي لرو، چې له هغو څلور کلن پولیس یا افسران  فاریغږي، په تېرو دو دورو کې کابو ۸ سوه تنه ترې فارغ شول اوس یې د جلب او جذب لړۍ پیل کړې، چې له ټولو ولایتونو څخه ځوانان چې له دولسم ټولګي فارغ او سلنه یې ۸۵ څخه پورته وي نیسي.

د مجاهدینو لپاره لنډ مهالې کورسونه او سمینارو ورکول کېږي، دا لړۍ دوام لري او تر هغې به دوام ولري، تر څو زموږ پولیس د نړۍ سیال شوي نه وي.


هو یو زموږ د پولیسو شمېر دی چې موږ یې شمېر د قانون او پولیسو د لایحې له مخې نه شو په ډاګه کولی، خو دا وایم چې موږ په کابل کې په کافي اندازه پولیسو لرو، په دې کې هېڅ کمښت نشته چې څومره ته موږ اړتیا لرو په همغه کچه شته دي، خو دا ویل شوم چې د ټولو پولیسو د زده کړو لړۍ پیل شوې ده تقریبآ تر دوه میاشتو پورې چې ما کوم معلومات راټول کړي، تر ۸ زورو پولیسو زده کړې تر لاسه کړې دي.

ایرنا: تاسو د کابل پولیس د خپلو ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې څومره بریالي بولۍ؟

ځدراڼ: د پولیسو دنده دلته امن راوستل دي، د امنیتي پېښو پر وړاندې د دوی مبارزه او فعالیت دی الحمدالله بریالي شوي دي، دلته هغه غله او داړماران چې زموږ ولس به یې ځورولو او یا به یې ناامني راوستله اکثریت یې نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

هغه سړي تښتونکي چې سوداګرو یا افغانانو ته یې ستونزې جوړولې یو سوداګر یا د هغه اولاد به یې تښتاوه او بدل کې به یې پیسې ترې غوښتې تر ډېره حده د پولیسو سره په جګړه کې وژل شوي او که پاتې هم وي هغه نیول شوي او زندان ته لېږل شوي دي، الحمدالله د سړي تښتونې کچې صفر شوې او هېڅ اختطاف نه دی شوی.

د دې تر څنګ موږ چې کوم پخوانی ارقام ګورو دلته د غلاوو ګراف ډېر لوړ وو، د بېلګې په ډول د یوې حوزې دو حوزو په حدوو کې به د ورځې تر ۳۰ پورې یوازې موټر غلا کېدل، خو اوس الحمدالله په کابل کې داسې اوونۍ لرو چې هېڅ موټر نه دی غلا شوی همدا د پولیسو فعالیت دی.

بله دا چې پخوا د لارو په سر باندې د تېلېفون غلا زیاته وه، د یوه تلېفون په سر به یو کس وژل کېده، خو اوس الحمدالله نشته که بیا هم په کومو ځایونو کې دا ستونزه وي، له خلکو مو غوښتنه ده، چې له پولیسو سره همکاري وکړي موږ هغوی ته شمېره اعلان کړې ده، له هرې سیمې چې څوک اړیکه ونیسي پولیس به د قیقو په وخت کې هغوی ته ځانونه ورسوي.

د سړي تښتوونکو د وژل کېدو او نیول کېدو شمېر ډېر سخت وي، ځکه د ورځې، اوونۍ او میاشتې په تېرېدو سره تغیر کوي، که بیا هم ستاسو په کار وي، وروسته به یې تاسو ته معلومات درکړم.

ایرنا: بهر کې د پولیسو غلت تصویر ښايي دا وي چې دودیز پولیس په کار بوخت دي چې د نننۍ ټیکنالوژۍ سره نا اشنا دي، دا انځور حقیقت ته څومره نږدې دی؟

ځدراڼ: یو ډول دغه فکر تاییدوم، خو که د افغانستان جغرافیې ته وکتل شي دا فکر ردوم، افغانستان امن ته اړتیا درلوده، افغانستان ۴۰ کاله له ناامنۍ او جګړو سره لاس او ګروان وو، خو الحمدالله دغه پولیس اوس په دې توانېدلي دي، چې امن حاکم کړي، دغلو، سړي تښتوونکو او جنایت کاره بانډونو ملا ورماته کړي او ولس د ارام ساه اخیستې او په امن کې ژوند کوي.

خو د علم او تعلیم په لحاظ طبعي ده چې یو څه ستونزې به موجودې وي، زموږ پولیس هغه پولیس نه دي، چې موږ له اکاډمۍ څخه راوستلي، ځکه دلته اشغال موجود و او همدغه ځوانانو په غرو کې د دوی پر خلاف جهاد کولو او له زده کړو څخه محروم پاتي شوي دي، خو اوس موږ زده کړې ورته پیل کړې او موخه مو همدا ده چې خپل پولیس د نړۍ د پولیسو سیال کړو.
 

ایرنا: د کابل د پولیسو ستونزې څه دي، آیا ستونزې لرۍ؟

ځدراڼ: پخوانۍ اداره د پولیسو له کمښت سره مخ وه، علت یې دا و چې چا زړه نه ښه کاوه په پولیسو کې دنده وکړي یا د هغه حکومت سره همکاري وکړي، ځکه د پولیس بس په خواشینۍ سره ډېر بدنام وو، خو اوس الحمدالله زموږ تشکیل پوره دی او ان زیات دی، نو موږ چې کوم کمی لرو هغه د پولیسو د ظرفیت او وړتیا په برخه کې دی، خو کوښښ کو چې حل یې کړو او دا د وخت په تېرېدو سره حل کېږي او زموږ پولیس به د نړۍ سیال شي، ځکه اوس جګړه نشته او پولیس مو په زده کړو بوخت دي.

خو دا درته وایم، چې د تصور خلاف اوس زموږ پولیس ډېر سیال شوي دي، تاسو به په چک پاینټونو لیدلي وي چې منظم یونیفورم لري او له خلکو سره ښه چلند او برخورد لري، خو بیا هم هڅې روانې دي، چې شته نیمګړتیاوې حل شي.

ایرنا: د خلکو او پولیسو تر منځ کومه مشارکتي شورا شتون لري که نه؟

ځدراڼ: بلکل کابل ولایت موږ په څلورو زونونو باندې تقسیم کړی دی، هر زون لپاره یې موږ امنیتي مسوول او مرستیال لرو، دوی بیا تر خپل منځ ځان ته شوراګانې او د خلکو سره ځان ته شوراګانې لري، دوی هره جمعه جوماتونو ته ورځي او له خلکو سره په دې اړه ناستې کوي د دوی ستونزې له نېږدې څارل کېږي.

د دې تر څنګ د ارګانونو تر منځ هم ګډه شورا لرو که چېرته عملیات وي، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او امنیت ټول سره خبر او همغږي وي، د دې تر څنګ مو مخابروي سیستم هم فعال کړی دی، که چېرې کومه پېښه وشي، په ثانیه کې ټول کابل کې چک پاینټونه، پوستې، حوزې او کنډکونه په جریان کې کولی شو او همدا علت دی چې نن الحمدالله په کابل کې د جنايي پېښو ګراف صفر ته رسېدلی دی.

ایرنا: تاسو واییۍ د جنايي جرمونو ګراف صفر ته رسېدلی خو د خلکو د امنیت لپاره څه پلاونونه شته؟

ځدراڼ: د عامو خلکو لپاره په هره ولسوالۍ او حوزو کې د شوراګانو په ترڅ کې ناستې لرو او د هغوی ستونزې اورېدل کېږي او دا موضوع بیا د کابل په امنیه قوماندانۍ کې د مسوولینو له خوا څېړل کېږي او حل لارې ورته لټول کېږي. بل دا چې موږ د عامو خلکو سره ډېر ښه روابط او همغږي لرو او خلک د امنیتي پېښو پر وړاندې په کلکه زموږ تر څنګ ولاړ دي.

ایرنا: تاسو واييۍ کابل کې امنیتي پېښې صفر ته رسېدلې خو د ځینو کړیو یا اشخاصو له خوا ادعاوې شتون لري، چې د سرپرست دولت په افرادو یا مرکزونو باندې بریدونه کوي آیا حقیقت لري؟

ځدراڼ: نه یو خو د فسبوک او جعلي ټوېټرونو مسایل دي، چې دلته مطرح کېږي او یو دلته په کابل کې عملي ژوند دی، هر هغه څوک چې د خارج څخه یې کابل ته په مخالف نظر کتل او ویل به یې چې دلته به قتل عام شروع وي، خلک به تښتول کېږي، چاودنې به کېږي، خو کله چې دلته راغلي دي ژوند یې تېر کړی، پوه شوی چې هېڅ ستونزې نشته، ځینې ټوېټري ادعاوې کاملآ بې بنسټ دي، که بیا هم څوک ادعا کوي دا نن شپه به زه ۳ بجې وخت ورسره وښیم هر ځای ته چې غواړي بې وسلې او بې ګارده به ورشم.

هېڅ مشکل نشته، افغانان له ۴۰ کلونو جګړو تر ستوني راغلي نور نه غواړي چې جګړې وي، بلکې غواړي په آرامه او امنیت کې ژوند وکړي.

ایرنا: ځینې ادعاوې چې د داعش یا د مقاومت یا آزادۍ جبهې په نوم کېږي، تاسو یې په کلي ردوی او دا نه منی چې د دولت پر کسانو او ځایونو بریدونه نه کېږي؟

ځدراڼ: نه نه مطلق داسې څه نه شته، تاسو خپله دلته ژوند کوی وګورۍ، چې داسې کومه پېښه شته، دا مکمل دروغ دي، که چېرې افراد موجود وي هغه به له منځه وړل کېږي، یو څه موده وړاندې یو دوه ځایه لاسي بم هغه هم په لښتی یا پیاده رو کې غورځول شوي وو چې هېڅ ځاني او مالي زیان یې نه درلود.

نو که څوک ادعا لري، چې د حکومت افرادو یا ځای او یا هم عامو خلکو ته کوم زیان رسېدلی د هغې ځای سي سي ټي کمرې موجودې دي، همدا نن به یې زه په ټوېټر درته نشر کړم چې هېڅ مشکل هلته نه دی موجود، موږ په وار وار ویلي، دا هغه کسان دي، چې نه غواړي په افغانستان کې امن دوامداره شي، هغوی غواړي چې د خپلو موخو لپاره افغانستان نړۍ ته د ناامنۍ په توګه وروپېژني او کابل کې یو ډول شر رامنځ ته کړي، خو الحمد الله د دغه څه مخه نیول شوې ده، دغه کسان په دې نه دي توانېدلي، چې زموږ په چک پاینټ لاسي بم غورځول خو څه ان چې زموږ د چک پاینټ سره نېږدې تېر شي یا دې زموږ یوې پوستې ته وروه ګوري، پخوا به کله راتلل خو زموږ پولیس بریالي شوي دي، چې د داسې کړیو ملا ماته کړي او تر ډېره بریده یې دغسې کسان نیولي هم دي.

ایرنا: تاسو وايي پولیس ټول د امارت غړي دي، آیا د مخکني حکومت پولیس هم شته، د هغوی له تجربو ګټه اخلۍ آیا د امنیت برخه کې در سره همکاري لري که نه؟

ځدراڼ: یو امنیتي بخش دی، چې مطلق نوی شوی، نوي ځوانان ډېر راغلي دي، دا یو ډېر اوږد بحث دی چې وخت غواړي، خو د تحول په راتګ سره هغه امنیتي پرسونل چې دلته موجود و هغوی وسله پرېښودې او یا یې له ځان سره وړې وه او تللي وو او تر ننه پورې دندې ته نه دي حاضر شوي، ځینې داسې کسان و چې خپله ولس نه غوښتل او ولس تر نفرت کولو، هغوی لرې کړای شوي دي، یو دفتري پرسونل دی، چې اکثریت پخواني دي، موږ سره که وګورې د مخابرې په بخش کې پخوانی پرسونل دی، زما په دفتر کې یوازې زه او مرستیال مې مجاهدین یو، نور ټول پخواني کسان دي، تقریبآ زموږ سره په کورنیو چارو وزارت کې څو لکه پخواني کسان کار کوي.

ایرنا: د کابل د لوېدیځ د امنیت په ټینګولو کې د پولیسو همکاري څه ډول ده؟ په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ ځینې پېښې وې، آیا عامیلین یې نیول شوي؟

ځدراڼ: څه موده مخکې د اتلسمې حوزې په ساحه کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې یو لاسي بم اچول شوی وو، چې په خواشنۍ سره زموږ یو تعداد هېوادوال یې شهیدان او یا ټپیان کړي وو، خو زموږ پولیسو په ډېرو دقیقو پلټونو کې دغه ځای ته ځان ورساوه او هغه دوه کسان چې دلته یې دا جرم تر سره کړی وو ونیول او یو بل په عملیاتو کې و واژه، د دوی موخه دلته د ګډوډۍ په رامنځ ته کولو سره غلا وه، هلته د سني مارکېټ و دوی غوښتل چې ګډوډي رامنځ ته کړي او پیسې یا سره زر ترې غلا کړي، خو خپل هدف ته ونه رسېدل.

ځینې ځایونو کې لکه څه موده مخې چې د کوټه سنګي په سیمه کې په یوه مرسډیز موږ کې چسپکي ماین خلاص شو او په خواشنۍ سره زموږ یو تعداد هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، تاسو به لیدلي وي چې پړه یې داعش پر غاړه واخیسته، خو موږ کوښښ کو چې عاملین یې ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو، ځینې پرمختګونه ښايي په دې برخه کې شوي هم وي، خو دا کشفي معلومات دي او موږ یې تر مخ نه شو خپرولای، خو په ټینګار سره وایم، داسې کسان چې دلته یې دغه ډول جرمونه تر سره کړي ډېر وخت یې نه دی تېر کړی، بلکې زموږ د امنیتي ځواکونو لاسونه ورته رسېدلي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي، همدا علت دی چې په لومړی کې یو څه چاودنې کېدلې خو اوس الحمدالله هغه دی کابو صفر ته راښکته شوې دي، خو بیا هم ویلی شم، چې دلته ۴۰ کاله جګړه تېره شوې ده، رنګا رنګ افکار او فکرونه موجود دي، په هر کور کې وسله پیدا کېږي او دلته یو وخت د نړۍ د زورورو کور و نو یو څه وخت به ضرور نیسي چې بشپړ امنیت ټینګ شي، خو بیا هم د فکرونو خلاف دلته امنیت ټینګ دی.

ایرنا: د داعش مرکزونه چې دغه ډول بریدونه همغږي کوي چېرته دي؟

ځدراڼ: دپه افغانستان کې د دوی هېڅ مرکز فعال نه دی ان یو انچ ځمکه هم د دوی په لاس کې نه ده چې یا ژوند په کې وکړي یا دې ځوانان په کې جذب کړي او یا یې دې هم په کې مرکز وي، خو د افرادو په شکل شاید موجود وي، دا یوه نړیواله مسله ده، تاسو یې وینی په ایران، روسیه، تاجکستان او پاکستان کې هم ورته پېښې وشوې، خو دا شاید د افرادو په شان هلته او دلته په افغانستان کې هم موجود وي او پټ به ګرځي، خو زموږ پولیس الحمدالله په دې توانېدلي، چې کوم ځای ورته پېښه شوې، هلته یې ځان رسولی هغه کسان یې له منځه وړي، خو که په کوم ځای کې پاتي وي موږ هڅه کوو چې له منځه یې یوسو.

ایرنا: دغه ډول څومره کسان له منځه وړل شوي یا نیول شوي دي؟

ځدراڼ: دقیق شمېر یې زه نه لرم خو که تاسو غواړی دا زموږ د مدیریت یا استخباراتو سره به موجود وي کېدای شي درته یې ورسوم.

ایرنا: له خلکو مو د امنیت او همغږۍ په برخه کې غوښتنه څه ده؟
ځدراڼ: د عامو هېوادوالو څخه ډېر خوښ یو، دوی زموږ تر څنګ ولاړ دي، زموږ د حوزو او د کابل د امنیه قوماندانۍ دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده، زموږ د امنیه قوماندانۍ مشرتابه ۲۴ ساعته فعال او کار کوي، زموږ غوښتنه ترې همدا ده چې همدغه ملګرتیا او همغږۍ ته دوام ورکړي.

ایرنا: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، له هغه وخت څخه چې موږ ته مو راکړ ډېره مننه کوو.

ځدراڼ: مننه، روغ اوسۍ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .