کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې جمعه د غوايي ۲۱ مه د رایو په اکثریت سره په دغه سازمان کې د فلسطین د غړیتوب ملاتړ وکړ.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۴۳ موافقو، ۲۵ ممتنع او د امریکا او صهیونیستي رژیم په ګډون ۹ مخالفو را سره دغه پرېکړه لیک تصویب کړ. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښتنه وکړه چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه په مثبت نظر سره وڅېړي او په رسمیت وپېژني.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور په مجلس کې له رایې ورکولو مخکې وویل: موږ سوله غواړو، موږ ازادي غواړو، مثبته رایه د فلسطین د وجود لپاره رایه ده، نه د کوم هېواد پر ضد، او د سولې لپاره پانګه ده.
د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکي منشور له مخې، غړیتوب د «سوله خوښونکو هېوادونو» لپاره خلاص دی چې په دې سند کې موجود مکلفیتونه ومني او د پلي کولو وړتیا او لیوالتیا لري.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ملاتړ د جعلي اسراییلي رژیم استازی په غوسه کړ او د ملګرو ملتونو منشور یې څیر کړ.
په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو سفیر ګیلاد اردان د ملګرو ملتونو د منشور یوه کاپي د یوې کوچنۍ ټوټې ټوټې کولو ماشین په مرسته راښکته کړه او ویې ویل: شرم دې وي.
د پیغام پای/
Your Comment