کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسلامي همکاریو سازمان رییس حسین ابراهیم طه ګامبیا کې د دغه سازمان په پنځلسمه ناسته کې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د بشردوستانه صندوق له لارې افغانستان سره مرستې وکړي.
هغه و ویل: د اسلامي همکاریو سازمان به د بشردوستانه تګلارې او رغنده خبرو اترو په چوکاټ کې د افغانستان د سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان په استازیتوب د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوی به د دغې غونډې په څنډه کې د دغه سازمان له لوړ پوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره هم خبرې وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment