AP ۱۴۰۳ غویی ۱۷ ۱۳:۲۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85467469
T T
۰ Persons
د کابل په زاړه ښار کې د ودانیو تاریخي او معماري بڼه ارزول کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کابل په زاړه ښار کې د ودانیو د تاریخي او معمارۍ د ارزونې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن دوشنبې د غوايي ۱۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د تاریخي ابداتو، عامه سیمو او چاپېریال ساتنې او څارنې د کمېټې غونډه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په مشرۍ په کابل کې جوړه شوه.

د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د کابل ښاروالۍ فرهنګي معین، د اغاخان فرهنګي خدمتونو د موسسې استازو او مسوولینو ګډون درلود او د ښاري پراختیا ریاست او د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست ژر تر ژره د کابل په زاړه ښار کې د ودانیو په تاریخي او معمارۍ ارزونې ټینګار وکړ.

خبرپاڼه وايي، په دې غونډه کې د کابل ښار تيمورشاهي باغ ته څېرمه د لومړۍ ناحيې د ودانۍ د ساتنې او پياوړتيا په باب چې يو له تاريخي ابداتو څخه دى او د څو پوړيزو ودانيو د ليدلو له خطر سره مخامخ دي خبرې وشوې. 

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي د دې کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د امکان په صورت کې د کابل ښار عمومي فرهنګي نقشې ته پاملرنه وکړي او مقررات، لومړيتوبونه او غوره توبونه دې روښانه او بیا وروسته، دې د یوه راپور په شکل د اړوندو څانګو سره په همغږۍ کې د تصویب لپاره د تصمیم نیولو ادارې ته واستول شي.

عزيزي دغه راز وويل: د کابل د زاړه ښار د تاريخي او لرغونو اثار چې زموږ د نيکونو، د هېواد د هويت او تاريخ امانت دى، ساتنه او پالنه زموږ د ټولو دنده ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .